اقتصاد

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير: د مشترکينو مخابراتي محصول په شفاف ډول راټوليږي

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي نن په مشترکينو د مخابراتي خدمتونو په سلوکې دلسو لګول شوي محصول په باب معلومات ورکړل.
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې :
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير چې نن يې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې؛ وويل: د مخابراتي خدمتونو د محصول د راټولولو د بهير د شفافيت د تامينولو په مقصد د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ نوي ميکانيزمونه رامنځته شوي دي چې د جمهوري رياست د تقنيني فرمان له مخې د مخابراتو وزارت رول پکې تخنيکي څارنه تعريف شوى دى.
ده وويل: دغه وزارت يو نوى نظارتي سيستم رامنځته کړى او اوس د زمان د سنجولو رښتنى مديريت بشپړ سيستم په واک کې لرو چې کولاى شي د مخابراتي خدمتونو د مشترکينو په اړوند هر اړخيز معلومات او د مارکيټ فعاليت راټول کړو او دغه سيستم له مخابراتي شرکت سره ونښلوو او هر پول چې د مخابراتي خدماتو د محصول په ډول ورکول کيږي؛ سم حساب شي او د دولت خزانې ته وليږدول شي.
لکه څرنګه چې په لومړۍ اوونۍ کې د دغه سيستم له لارې ٧٨ مليونه ٢٢٩ زره افغانۍ راټولې او د دولت خزانې ته تحولې شوې دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير زياته کړه: دغه سيستم په داسې ډول دى چې د مخابراتي خدمتونو مشترکين کولاى شي د کريدت کارت شمېرې ، د کارت د نمبر او د زياتو شويو پيسو د اندازې په باب معلومات د ٩٩٧ شمېرې له لارې وليږي. وروسته سيستم په اتومات ډول ډاډ ورکوي چې ستاسو خدماتي محصول د حکومت له خوا راټول شو.
دغه راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير د دغه ميکانيزم د بېلابېلو برخو په باب څرګندونې وکړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته