امنیت

په بغلان کې د غيرمسوولو وسله والوکسانو له خوا د پوليسو مرګ ژوبله

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې  ١٩:
په بغلان ولايت کې نن يو پوليس له يوه غيرمسوول وسله وال قوماندان سره په نښته کې شهيد شو او يو بل پوليس او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل:
دغه جګړه د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ د ميان شهر په سيمه کې ديو غير مسوول وسله وال قوماندان او د پوليسو ترمنځ ونښته  .
خبرځاى زياته کړه: په دغې ولسوالۍ کې غير مسوول وسله وال قوماندان عبدالحق بيتاب کله چې د پوليسو له خوا وپيژندل شو؛ په  جګړې يې لاس پورې کړ چې له امله يې يو پوليس شهيد او يو بل  پوليس او دوه تنه  ملکي وګړي ټپيان شول.
د خبرځاى څرګندونو له مخې: قوماندان عبدالحق له ساحې څخه تښتيدلى او پوليسو يې په لټه کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته