امنیت

دکونړ د ولايتې شورا رئيس خبر داري ورکړ که چيري ددغه ولايت په مرکزي سيمو د توغنديو بريدو نه بند نه شي نتيجې به يي يرغلګرو ته سختى وې

کابلباختر دزمري١٣ مــــــــه

دکونړ د ولايتې شورا رئيس خبر داري ورکړ که چيري ددغه ولايت په مرکزي سيمو د توغنديو بريدو نه بند نه شي نتيجې به يي يرغلګرو ته سختى وې

دباختر ا ژانس دخبر له مخې د کونړ د ولايتې شورا رئيس حاجى عادل څرګند ونې په داسي حال کې کيږي چې ددغه ولايت امنيتي مقا ماتو تائيد کړه چې په تيرو٤٨ ساعتو کې دډيورنډ له اخوا کرښي څخه ديرش توغندي د کو نړ ولايت په دانګام اوشيګل ولسواليو لګيد لي دي .

 د کو نړ د ولايتې شورا رئيس وا يې چې ددغو توغنديو توغول بايد بند شى ، پرته له دې دغه دکو نړ قو مو نه به وې چې ځواب  به ورکړې

حاجي عادل په ډا ګه وويل : موږ که چيري اټو مې وسله نه لرو خود خپل ځان ددفاع همت لرو

له بلي خوا د کو نړ والي ددغه ولايت د ولايتې شورا درئيس دخبرو په تا ئيد سره زيا ته کړه چې ددغو توغنديو په پاى ته رسولو کې ديپلو ماتيکو هلوځلو نتيجه نه ده ور کړې

دکونړ مقا ما تو وويل دڅو وروستيو مياشتو په بهير کې څه نا څه ديرش زره توغندي دډيورنډ د کرښي اخوا څخه  د کو نړ ولايت په سرحدي سيمو توغول شوي دي

دپا کستا ني پوځيا نو ددغو توغنديو توغول د نړيوالې ټولنې له چوپتيا سره جوخت دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته