ټولنه

ديپلوم انجينر رحيمي په حق ورسيد

کابل باختردثور دمياشتي١٥ نيټه :

په ژوري  خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ  چې دوزيرانو شورا دسياسي چارو پخوانۍ کارپوه او ملي شخصيت  ديپلوم انجنير عبدالظاهر رحيمي دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه  دشپيته کلني په عمر په حق رسيدلى دى .

ارواښاد ديپلوم انجنير عبدالظاهر رحيمي په  ١٣٣١ کال کې  دپنجشير ولايت  دپريانوپه ولسوالۍ کې  يه يوه علم دوسته کورنۍ کې وزيږيد  او لومړني  زده کړې يې  په خپل ټاټوبي کې پاى ته ورسولې   اودکابل له ميخانيکي ليسي څخه له فراغت وروسته پنځه کاله يې دبريښنا دانجينري په څانګه کې دوخت په شوروي اتحاد کې زده کړې وکړې .

ارواښاد رحيمي په مهمو دولتي پستونو کې  کار کړي دي  او دوخت دوزيرانوپه شورا کې دسياسي چارو دکار پوه په توګه هم دنده ترسره کړې ده .

دارواښادفاتحه سبا له يوې نيمې بجې څخه تردرې نيمو بجوپورې دارواښاد دخپلوانو او دوستانوله  خوا په مکروريان کې دنعمان بن ثابت  په جومات کې اخيستله کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته