– کابل / د وږي٣ يمه / باختر:
د افغان ښځوشبکې مسوولې نن په يوه ناسته کې د سولې په خبروکې د ښځو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
د باختراژانس د خبرله مخې: په دې ناسته کې د افغان ښځو د شبکې د عدالت غوښتنې مسوولې روشن مشعل د سولې په بهيرکې د افغان ښځو پر کم رنګه ګډون اندېښنه وښوده او د سولې په بهيرکې د ښځو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د مدني ټولنې او د ښځو د فعالانو يو شميرغړوګډون درلود، ګډون والو د يو پريکړه ليک په صادرولو سره له دولت او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل د سولې په بهيرکې د ښځوماناداره شتون د سولې په بهيرکې د ټولنې د نيمايي برخې د ګډون په مانا ده .
له طالبانو سره د امريکا له موافقې وروسته ګومان کېده د سولې په هکله د افغانانو ترمنځ خبري ژر پيل شي، دولت د خبرو اترو ډله معرفي کړه چې په ترکيب کې يې سياسي او مدني فعالې ښځې ګډون لري.
پاى ذ