امنیت

روسيې دولس نور هليکوپټرونه دافغانسان هوايي پوځ ته وسپارل

کابل باختردثور دمياشتې ١١ :
فدراتيفې روسيې دولس نور پوځي هليکوپټرونه افغانستان ته وسپارل .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دروسيې  خبري سرچينو ويلي دي  له هغه قرارداد
سره سم  چې ددغه هيواد د روسوبورن  اکسفورت شرکت دامريکا ددفاع له  وزارت سره لاسليک کړى دى  ، شرکت بايد د ٢٠١٤ ميلادي کال په بهير کې  ديرش هليکوپټرونه دافغانستان دهوايي پوځ په واک  کې ورکړي چې همدې قرارداد له مخې  دولس هليکوپټرونه افغان مقاماتو ته سپارل شوي دي او  اتلس نور به يې
دروان کال ترپاى پورې دغه هېواد ته وسپارل شي .
روسيې پخوا دهغې جلا موافقې په  چوکاټ کې چې  دامريکا له دولت سره يې لرله
پنځه څلويښت ام اې _ ١٧   او     وي _  ٥   هليکوپټرونه دافغانستان په واک  کې ورکړي دي .
دافغانستان ددفاع وزارت خبرځايونو  دروسي  مقاماتو ددغه رپوټ په باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته