کابل / د وري ۱۰ / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د اسیا زړه ـ د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جواد ظریف سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې د پلازمېنې دوشنبې ښار په بوستان سرای کې د جمهورريیس په استوګنځي کې وشوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې غونډې جوړېدو د تیاریو په هکله بحث او خبرې وکړې.# پاى