نړۍ

پاکستاني پوځيانو دشمالي وزيرستان له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې له دغه ځاى څخه دې ووځي .

کابل باختر د چنګاښ  اتمه :
دپاکستان اردو پرون دوروستي  ځل لپاره دشمالي وزيرستان  دقبايلي سيمې له اوسيدونکو څخه وغوښتل  چې په ياغي طالبانو دهوايي بريدونو او دټوپونو دډزو په خاطر دې له دغې سيمې څخه ووځي. 
باختراژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ، دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې په پرونيو هوايي بريدونوکې نولس تنه مشکوک  ياغيان ووژل شول  او دالقاعده يو مشکوک غړى نيول شوى دى .
تراوسه پورې دپاکستان  تر فدرالي  ادارې لاندې دقبايلي سيمو له پيښو سره دمبارزې دادارې له خوا دڅلور سوه  شپږ پنځوسو زرو پنځه سوه اتو تنو بي ځايه شويو کسانو نومونه ثبت شوي دي او داسې رپوټونه ترلاسه شوي دي چې ځينې ملکي وګړي د خپلو کورونو دساتنې لپاره په شمالي وزيرستان کې شپې سباکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته