امنیت

دوه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٤٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل : امنيتي ځواکونو د زابل ، قندهار ، ننګرهار ، لوګر، پکتيکا، خوست ، کندز، بلخ ، کاپيسا او د کونړ د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٤٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ٣٢ تنه ټپيان او د دغې ډلې څلور تنه نور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د نيمروز، فراه، زابل او د قندهار د ولايتونو په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو له خوا دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته