ټولنه

په کامه کې د تړل شويو ښوونځيو د پرانیستل کېدو ژمنه وشوه

جلال اباد/ د غويي د مياشتې ۲۷ مه
د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ ښوونکو د مخورو په منځګړیتوب د دغه ولايت له والي سره د کتنې په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې د چهارشنبې له ورځې څخه به ټول تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيزي.
مخور وايي: ښوونکو ورسره ژمنه کړې چې، د چهارشنبې له ورځې به ښوونځیو ته لاړ شي او ټول تړل شوي ښوونځي به د زده کوونکو پرمخ پرانیزي او تدریسي چارې به پیل کړي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل برخه والو ته ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به د کامې ولسوالۍ ښوونکو ته په مناسب ځای کې ښارګوټی په نښه او د استوګنې په موخه به د دوی د ښارګوټو ستونزه حل شي.
د يادونې وړ ده چې د کامې ولسوالۍ ښوونکو د زده کوونکو پرمخ د ښوونځيو دروازې له دې امله تړلې وي چې ښوونکو ته دې د جمهور ريېس د حکم پر اساس د استوګنې لپاره نمرې ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته