کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
موسي خان اکبر زاده نن ديو خبري کنفرانس په بهير کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په عملياتو کې دامنيتي ځواکونو برياليتوبونه بيان کړل او ويې ويل
په دغو عملياتو کې نولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
اکبرزاده دغه راز وويل په وژل شويو کسانو دطالبانو څلور تنه قوماندانان هم شامل دي .
د ده دڅرګندونو له مخې : دملي اردو او پوليسو څلور تنه سرتيرې دغزنې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې په چاوديدونکو توکو بار موټر د چاودنې له امله شهيدان شول .
اکبرزاده وويل دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو په چاوديدونکو توکو بار موټر دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو پوستې ته خيرمه وچاوديد چې له امله يې د ملي اردو دوه تنه سرتيرې او دملي پوليسو دوه ته سرتيرې شهيدان شول.
1 1 دقیقه لوستل