امنیت

دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان نن شهيد شو .

کابل باختر دوږي شپږمه
دنيمروز ولايت دوالي وياند محمد باختراژانس ته وويل چې دنيمروز ولايت ددلارام  ولسوالۍ  امنيه قوماندان عبدالعليم ددلارام  دمرکز دجنوب په لس کيلومتري کې دوسله والو طالبانو په بريد کې له ساتوونکي سره شهيد شو .
ده وويل چې طالبانو په ناڅاپي ډول ددلارام  ولسوالۍ دامنيه قوماندان دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې او له ساحې  څخه وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته