امنیت

يوويشت وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

 کابل / باختر/ د وږي٧ مه
په غزني کې ٢١ وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان له امنيتي او دفاعي منسوبينو سره په نښتو اوعملياتوکې چې د هوايي پوځ په ملاتړ د غزني په مرکز او په خواجه عمري او ده يک ولسواليوکې ترسره شول؛ وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې ١٦ نورطالبان ټپيان شوي او د دښمن څو جنګي وسايل او دوه موټر سايکلونه هم ويجاړ شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د ٢٠٣ تندر قول اردو د ماين پاکولوټيم د پکتيکا د سيد کرم ولسوالۍ په چينو ساحه کې يو ماين کشف او شنډ کړ.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته