سیاست

فضل الهادي مسلميار دهلمند ولايت داړوندو ولسواليو له مشرانوسره وکتل

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١٦ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دهلمند ولايت  دنادعلي ، موسى قلعه او دسنګين دولسواليو له مشرانو سره وکتل.
دمشرانو  جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې برخه والو  دبيا رغونې او  جوړولو اودروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ديو لړ سيمه ييزو ستونزو په طرحه کولو سره وويل : ددغه ولسواليو يو شميراوسيدونکي  چې دجګړوله امله بيځايه شوي  دي دمسوولو ارګانونو مرستې ته جدي اړتيا لري او هم يې  دمشرانو له جرګې څخه وغوښتل چې دملي وحدت دحکومت مشران په دې  متقاعد کړي  چې  خپل مجرب  او متخصص کادرونه   په لوړو دولتي دندو وګوماري .
دمشرانو جرګې  رييس دهغوى دغوښتنو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې طرحه شوې ستونزې او غوښتنې  له اړوندو مراجعو سره شريکوي  اودحل لارې  چارې به يې ولټوي.
ديوبل خبرله مخې :   دمشرانو  جرګې دويم نايب ډاکتر محمد آصف صديقي   دملي دفاع وزارت دستر درستيز  دمطبوعاتو دمديريت کاري رپوټ   واوريد.
په دې کتنه کې ډګروال محمد شاه  کټوازي ددغې ادارې دفعاليتونو اوبرياليتوبونو په اړوند  خبرې وکړې او ويې ويل  داړوندې ادارې  کاري پرسونل  دازادو  او دولتي رسنيو د ادارو ترمنځ   دښو اړيکو په تامينولو  ، دګټورو اودقيقو اطلاعاتو په  راټولولو  او دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو له لارې خلکو ته  دهغو په ليږدونه کې  تل  هلې ځلې کړې دي.
وروسته  دمشرانو جرګې دويم نايب   په وروستيو کلونو کې  دبيان او درسنيو  دآزادۍ  برياليتوبونه ديادونې وړ وبلل  اودرسنيو له مسوولينو څخه يې وغوښتل  چې په خپلو خپرونو کې  دهېواد ملي ګټې  غوره وبولي او هم يې   دمشرانو جرګې ستاين ليک ده ته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته