امنیت

دملي اردو دوه تنه عسکر شهيدان شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
دملي اردو دوه تنه سرتيري پرون په پکتيکا ولايت کې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر ويندوي باختر آژانس ته خبرورکړ  :
دملي اردو دوه تنه عسکر دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ګزمې دترسره کولو په بهير کې په واټ په ښخ کړى شوي ماين دختلو له امله شهيدان شول او ددغو ځواکونو درې تنه نورسرتيري  ټپيان شول.
دغه راز دملي اردوڅلورتنه سرتيري  دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو  کې د  امنيتي  دندو د تر  سره کولو په بهير کې په   واټ کې د  ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته