سیاست

د ملي امنيت سلاکار له بلاروس جمهوريت څخه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او سمبالولو په برخوکې د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د ملي امنيت سلاکار له بلاروس جمهوريت څخه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او سمبالولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ملي امنيت د شورا د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر پرون د بلاروس جمهوريت په پايتخت مينسک ښارکې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ولاديمير ماکي، د ملي امنيت شورا له منشي او د دغه هېواد له يو شمېر نورو جګپوړو امنيتي او سياسي مقاماتو سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا سلاکار له ډار اچونې سره د مبارزې او د تروريزم د ګواښونو د ځپلو په لاره کې په ګډې مبارزې او هڅو په ټينګار سره څرګنده کړه چې افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په افغانستان کې د نړيوال او سيمه ييز تروريزم پرخلاف جګړه کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او د دغې مبارزې د دوام او اغيزمنتوب لپاره دې ته اړتيا ده چې د سيمې هېوادونه او نړيوال متحدين د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او سمبالولو په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي .
د ملي امنيت سلاکار د دغه هېواد له جګپوړو امنيتي مقاماتو سره د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په سمبالولو او روزنه کې د بلاروس جمهوريت د همکارۍ په اړوند مشخص وړانديزونه طرحه کړل .
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار دغه راز څرګنده کړه چې د سيمې هېوادونه له ډار اچونې سره د مبارزې په کارکې د اطلاعاتو د راکړې ورکړې په ګډون امنيتي همکارۍ او همغږۍ ته اړتيا لري او د افغانستان حکومت په دې اړوند د بلاروس په ګډون د سيمې له هېوادونو سره په همکارۍ ژمن دى.
په دې کتنه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، د بلاروس له مقاماتو سره د تجارتي او ترانزيتي همکاريو د پراختيا په اړوند خبرې وکړې .
د روسيې فدراتيف جمهوريت او د قفقاز د حوزې هېوادونو ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د سلاکار سفر د روان کال د غبرګولي د مياشتې په درېمه نيټه پيل شوى دى.
ټاکل شوې ده د دغه سفر په بهيرکې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د آذربايجان جمهوريت د امنيتي همکاريو د جلبولو لپاره دغه هېواد ته هم سفر وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته