ټولنه

په کابل کې د سیدالشهدا ښوونځي بیا رغونې کارونه پیل شول

کابل / د غويي ۲۲ مه / باختر
د جمهوررييس محمد اشرف غني په لارښوونه د سیدالشهدا ښوونځي بیا رغونه د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوه ټاکل شوې چې ډېر ژر یې کارونه بشپړ او د زده کوونکو پرمخ به بیرته پرانستل شي.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه ښوونځی چې د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري د شنبې ورځ دغویي په ۱۸ نیټه د وسله والو برید لاندې راغی، چې څه د پاسه ۱۰۰ تنه نجونو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او د ښوونځي زیاتې برخې یې ونړولې.
اوسمهال د دې ښوونځي پر ۸ بلا کونو د بیا رغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت د افغانی ودانیز ریاست له لوري په چټکۍ روان دي.
پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته