امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين په ننګرهار ولايت کې ونيول شول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢١ :
دننګرهار پوليسو دطالبانو د يو مشهور قوماندان سميع الله په ګډون د دوو تنو وسله والو مخالفينو د نيولو خبرورکړ.
دغه دوه تنه تيره شپه دهغو عملياتو په بهيرکې ونيول شول چې ددغه ولايت دبټي  کوټ ولسوالۍ دپوليسو له خوا ترسره شول.
دبټي کوټ ولسوال مرزامحمدنصرت باختراژانس ته وويل چې قوماندان سميع الله  له خپل يو همکار سره چې د وژنې، شوکماري، وسله والو غلاو او د ماينونو دايښودلو تور پرې لګول شوى دى؛ ددغې ولسوالۍ دپوليسو دځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته