ټولنه

يوه څلويښت کلن سړى ځان زندى کړ .

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
يوه سړى  نن په فارياب ولايت کې دکورنيو ستونزو  او دتنګسيا په علت  ځان وواژه .
  سيمه ئيز مسوولين وايي  چې دغه څلويښت کلن سړى  محمد حسن نوميده اود شيرين تګاب ولسوالۍ  په بلوڅو سيمه کې يې  ځان په يوه دښته کې  په ونه کې  زندى کړ .  خودشيرين تګاب ولسوالۍ  اجراييه مدير سيد شرف الدين  وويل  په لومړنيو څيړنو کې  معلومه شوه چې  څه موده مخکې  دمحمدحسن ميرمن  خپل طلاق اخيستې وه  او ده په همدې دليل  ځان وژلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته