کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير ليوجنسانګ سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
زمان د سولې مشورتي لويې جرګې بريالي ترسره کېدو ته په اشارې سره وويل: ټاکل شوې ده د کابل بهير درېيمه غونډه په نږدې راتلوونکي کې په هېواد کې جوړه شي.
د چين سفير په دغه هېوادکې « په چين کې يوه کمربند او يوې لارې» د دويمې غونډې په باب چې د نړۍ د ټولو هېوادونو د استازو په ګډون په چين کې جوړيږي او کابل ته د چين د سره صليب کمېټې د رييس د سفر په باب چې تېره اوونۍ ترسره شوی و، معلومات وړاندې کړ .
دواړو لورو د دوه اړخيزو مسئلو، د افغانستان په باب د چين، روسيې او امريکا د درې اړخيزې غونډې او د هېواد، سيمې او نړۍ د روانو سياسي حالاتو په باب هم خبرې وکړې.
ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل