سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختر د غبرکولى د مياشتې ١١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندز ښار او علي اباد ولسوالۍ په مسیر کې د طالبانو له لوري د هېوادوالو په تښتولو سخت خواشینی  شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته جداً لارښوونه وکړه چې د یادو مساپرو د ازادولو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، د مساپرو تښتول، ځورول او په بې رحمۍ د هغوی شهیدانول نه بښونکی عمل دی او د دغه عمل مرتکبین به د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ورته د جمیل صبر دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته