ټولنه

دمديريت لپاره دکاردمهارتونو روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسيد

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٨  :
په پنجشيرولايت کې دمديريت لپاره دکار دمهارتونو دزده کړې په لاره کې  دظرفيت دلوړولو روزنيز ورکشاپ نن پاى ته ورسيد.
دملکي خدمتونو دانستيتوت يوه استاد محمدهاشم عظيمي دباخترآژانس 
خبريال ته وويل چې دغه  روزنيز ورکشاپ په پنجشيرولايت کې دملکي خدمتونو دانستيتوت له خوا  جوړ شوى و .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپنجشيرولايت دملکي خدمتونو اوويا تنو مامورينو په دې ورکشاپ کې ګډون درلود.
ددغه ورکشاپ د جوړولو موخه ددغه ولايت دملکي خدمتونو دمامورينو دظرفيت لوړول و.
ددغه روزنيز ورکشاپ برخه وال هغه مهارتونه چې په دې ورکشاپ کې يې زده کړي دي په اړوندو ادارو کې ورڅخه ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته