ورزش

په زابل کې د کمال خان بند د پرانېستلوپه وياړ د فوټبال سیالۍ تر سره شوې77

کابل / د وري٢٢مه / باختر
په زابل کې د کمال خان بند د پرانيستلو په وياړ د فوټبال سيالۍ د دغه ولايت د المپيک د آمريت له خوا ترسره شوې.
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ ١٠ ورځې دوام وکړ او نن پاى لوبه د اتحاد او د ترنګ لوبډلو ترمنځ وشوه چې د اتحاد ټيم لومړى مقام او د ترنګ ټيم دويم مقام وګاټه.
د زابل د اولمپيک آمر محمدويس عزيزي وويل دغه سيالۍ ١٠ ورځې مخکې د ٨ ټيمونو ترمنځ د کمال خان بند د پرانيستلو په وياړ پيل شوې وې چې سيالۍ د اتحاد د ټيم په اتلولى سره پاى ته ورسېدې.
د کمال خان بند د پرانيستلو په وياړ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرکټ سيالۍ هم ترسره شوې.
پاى \ داوودزى \

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته