خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په لوګر کې د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوړ پوړي پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانیسته وکړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې د بی سرپرسته ماشومانو او ځوانانو ته له هر ډول تبعیض پرته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړو، چې په دې لړۍ کې نن په لوګر کې ۲۵۰ تنو لپاره د فني او مسلکي زده کړ مرکز پرانیستل شو.

دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوي زاهد جان اغا وویل، چې  اوس مهال په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي ۵۲ مرکزونه فعالیت کوي، او هر کال له یادو مرکزونو څخه ۲۰ زره ځوانان فارغیږي.

د هغه په وینا، د یادې سکتور د لا پراختيا لپاره ٣٧٠ ميليونه افغانۍ بوديجه ځانګړې شوې او په ټولو مرکزونو کې رسمي ښوونکي استخدام شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست فني او حرفوي زده کړو مرکز کې  د موبايلونو ترميم او د ودانیزو چارو د برېښنا سېسټم څانګې فعالې دي، چې په راتلونکي کې به ۷ نورې څانګې هم فعالې شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته