امنیت

دبهرنيو ځواکونو په هوايي عملياتو کې پنځه تنه ووژل شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٥ :
په کونړ ولايت کې پرون دايتلاف دځواکونو دهوايي بمباريوله امله پنځه تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول.
دشمشاد د٢٠٢  ساحوي زون  دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه عمليات د ايتلاف دځواکونو له خوا دکونړولايت په مرورې  ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دوژل شويو کسانو هويت تراوسه پورې نه دې څرگندشوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته