نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: مصر د داعش له ډلې سره په مبارزه کې کليدي رول لري

قاهره – نړيوالې خبرى – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د امريکا د بهرنيو چارو  وزير جان کري وايي: مصر کولاى شي په عراق او سوريه کې د داعش  له ډلې سره د مبارزې په لاره کې کليدي رول ولوبوي .
جان کري پرون په قاهره کې له خپل مصري سيال سامح شکري سره په يوه خبري غونډه کې وويل: مصر داسلامي نړۍ د فکري او فرهنګي مرکز په توګه کولاى شي د داعش دمفکورې په غندلوکې چې د پراختيا په حال کې ده؛ مهم رول ولوبوي.
جان کري دغه راز وويل چې مصر له تروريزم او په تېره بيا په سينا ټاپوکې له بنسټپالو ډلو سره د مبارزې په لاره په لومړۍ ليکه کې دى .
ده زياته کړه چې واشنګټن به مصر ته لس آپاچي هليکوپټرونه ورکړي چې له هغه څخه د سينا په ټاپوکې په تروريستي ضد عملياتوکې کار واخلي.
له هغه وروسته چې د مصر اردو د دغه هيواد پخوانى جمهور رييس محمد مرسي تيرکال دقدرت له ګدۍ څخه ګوښه کړ؛ امريکا مصر ته د دغو هليکوپټرونو ليږل ځنډولي و.
په همدې حال کې د مصر د بهرنيو چارو وزير وويل: د داعش ډله په سيمه کې له نورو ډلو سره اړيکې لري او له دغه ګواښ سره د مبارزې لپاره نړيوال عمل ته اړتيا ده .
جان کري مصرته له سفرڅخه دوه ورځې مخکې د مصر په ګډون د لسو هيوادونو له استازو سره په سعودي عربستان کې کتلى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته