سیاست

د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د عدلي او قضایي کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب ١٣ مـــــــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د عدلي او قضایي کمېټې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې   جوړه شوه.

دباختر اطلا عاتي اژانس ته دجمهور رييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې

په غونډه کې د بګرام جيل د ادارې او اجرآاتو لپاره د یوه طرزالعمل او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د امریکایانو تر توقیف لاندې د  بندیانو د سپارلو په اړه خبرې اترې وشوې.

وروسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د قانون طرحه تر څېړنې لاندې ونیول شوه چې په اساس یې د اداري فساد د جرمونو د پېژندلو، او په قانونمند ډول د مسلکي کارکوونکو په واسطه د جرمونو کشف، تحقیق او د جرمونو مرتکبین تنظیموي.

د عدلیې د وزیر د معلوماتو له مخې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د قانون د طرحې په تنفیذ سره مسؤولې ادارې ته لا ډېر صلاحیت ورکول شوی او د اداري فساد د جرمونو د کشف اړوندې چارې په ښه توګه تنظیمیږي.

وروسته د هېواد جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ستراتيژۍ د پلې کېدا د څار عالي اداره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره د افغانستان د اساسي قانون مطابق له خپلو صلاحیتونو څخه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته