امنیت

په غورکې درې ملکیان په ډزو سره شهیدان شول

کابل / د غويي ۳۰ / باختر
ناپېژاندو وسله والو پرون په غورکې درې ملکیان په ډزوسره شهیدان کړل.
د غور یوه سیمه ییزمسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه پېښه د غور- هرات په لویه لاره کې د طالبانوترکنترول لاندې په بند بایند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د غور والي عبدالظاهرفیض زاده وویل چې د دغې پېښې انګېزه معلومه نه ده او دغه سیمه د طالبانو ترکنترول لاندې ده.
د یوبل خبرله مخې، درې تنه ملکیان تېره شپه د غورد فیروزکوه ښار په تکبیرخانه سیمه کې د ماین په چاودنه کې شهیدان شول.
سیمه ییزمسوولین وايي چې دغه ماین وسله والوطالبانو د فیروزکوه ښارپه یوه ګڼ مېشته ساحه کې ځای پرځای کړی و.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته