اقتصاد

دافغانستان بانک خبرتیا

کابل باخترغبرګولي لسمه  :

دافغانستان بانک دروان کال دغبرګولي دمياشتې په ديارلسمه او شپاړسمه د شنبې اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې پنځوس  مليونه امريکايي ډالره دليلام په ډول پلوري .

هغو ټولو صرافانواو تجارتي بانکونوته چې دباور وړ جوازليک ولري او پخوايې لس زره امريکايي ډالره دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې  تحويل کړي وي په دې داوطلبيوکې دگډون بلنه ورکوي .

له ټولوصرافانوڅخه هيله کيږي چې دداوطلبيو فورمي د ليلام په ورځو دسهار په اته نيمو بجو دافغانستان بانک دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي .او بيرته  يې په نهو بجو وسپاري .

هغوصرافانو ته چې تراوسه پوري  لس زره ډالره دامانت په  حساب  نه دي تحويل کړي خبرورکول کيږي  چې خپل تضمين پيسې له داوطلبيو څخه يوه ورځ مخکې تحويلي او په راتلونکو ليلامونوکې دى ګډون وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته