جلال آباد باختر دزمري دمياشتې ٨ :
يو قومي مشر په ننګرهار ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شو .
په دې چاودنه کې چې نن سهار د خوږياڼيو ولسوالۍ د ارغنج په کلي کې رامنځته شوه، دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې قومي ملک شرين آقا ووژل شو او دوه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
تر اوسه پورې د دغه ماين د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو سيمه ييز مقامات طالبان د دغه ماين د ښخولو مسوول بولي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ