امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي او درې تنه طالبان ووژل شول.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
دوه تنه ماين  ښخوونکي نن په  فراه ولايت کې دماين ښخولو په وخت ووژل شول .
د فراه دوالي ويندوى فواد عسکري  باختر آژانس ته وويل :  دغه پيښه هغه وخت وشوه چې دوه  تنه ماين ښخوونکو چې دماين په جوړولو کې يې  مهارت   درلود غوښتل يې ماين دپشت رود ولسوالۍ دکشکن په يوه ګڼ ميشته ساحه کې ښخ کړى  چې ماين وچاوديد او  دواړه ووژل  شول.
ديوبل خبرله مخکې :  
درې تنه نور وسله وال طالبان دپوليسو له خوا د فراه ولايت د بالابلوک په ولسوالۍ کې  ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد کارګر باختر آژانس ته وويل :
دغه نښته پرون ناوخته د پوليسو دځواکونو او د طالبانو ترمنځ وشوه چې له  امله يې درې تنه وسله وال طالبان   ووژل شول .
په دې نښته کې دپوليسو ځواکونو ته   زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته