خبرونهښوونه او روزنه

په بلخ کې یوې ښځې لسګونو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده

کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یوې ښځې لسګونه محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.

په دغه ښوونیز مرکز کې سل نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د ښوونیز مرکز مسؤله زهرا صدیقي وايي، چې دلته ماشومانو ته په وړیا توګه د زده کړې زمینه برابره شوې او د دغه مرکز د رامنځته کولو موخه بې وزله ماشومانو او هغو کسانو ته د زده کړې زمینه برابرول دي چې له زده کړو بې برخې پاتې شوې دي.

د ښوونيز مرکز ښوونکې وايي، چې ياد ښوونيز مرکز کې ۴ دورې زده ‌کوونکو ته بېلابېل مضامين تدریس کېږي.

يو شمېر زده کوونکي وايی چې په دغه سيمه کې نږدي ښوونځي نشته او خوښ دي چې په وړیا توګه ورته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

یاد ښوونیز مرکز له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې جوړ شوی او سلو ماشومانو ته په کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته