امنیت

دیارلس طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان شوي دي.
د سېلاب قول اردو ویاند مقصود آغا وايي چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند صدیق عیسی وايي چې د روزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته