-کابل باختر د لړم يوولسمه :
نهه تنه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دبيلابيلو جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيموکې دپوځيانو دځانګړو عملياتو اوپلټنو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويوکسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دپوځيانو دعملياتو او پلټنې په بهير کې نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ