کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٧
دموتاى ورزشي څانګې دښوونکو د روان روزنيز سيمينار پرون په هرات کې جوړ شو.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په دې سيمينار کې چې ديوې ورځې لپاره جوړ شو دسيمينار پنځوسو تنو برخه والو ته د اړوندو ښوونکو له خوا دموتاى دڅانګې دښوونکو د روزل دلارو چارو په باب لوست ورکړ شو .
دسيمينار په پاى کې په برخه والو تصديق ليکونه هم وويشل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ