سیاست

دامريکا داردو د لويو درستيزانو رييس افغانستان ته راورسيد

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١٧ :

د امريکا د اردو د لويو درستيزانو رييس نن افغانستان ته راورسيد.

دباخترآژانس دخبرله مخې: دملي دفاع وزارت خبرځايونو تائيدکړه چې دامريکا دمتحده ايالاتو د لويو درستيزانو رييس جنرال مارتين ديمپسي د يولړ خبرو لپاره افغانستان ته راغلى دى.

دنړيوالو قوتونو خبرځايونو ويلي دي چې له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو وتل او دافغانستان امنيتي ځواکونو پياوړتياهغه مسئلې دي چې جنرال ديمپسي په افغانستان کې دخپلې استوګنې په بهيرکې هغه له افغان مقاماتو په دغه هيواد کې د نړيوالو ځواکونو له قوماندانانوسره طرحه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته