سیاست

ډاکتر عبدالبصيرانور:دملکي خدمتونودکارکوونکو پخواني قانون خپلې ستونزې لرلې .

 ډاکتر احمد مشاهد : بايد داسې قانون جوړ کړوچې دهيواد له اوسنيو شرايطو سره سمون ولري . 

کابل باختر د زمري شپږمه :
دملي خدمتونو دقانون دطرحې په باب دخبرو په مقصد نن دعدليې وزارت له خوا يوسيمينار جوړ شو .
په دې سيمينار کې  دوزارتونو ، خپلواکو  ارګانونو او داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون دبشري منابعو رييسانوبرخه لرله .
دباختراژانس دخبر له مخې، دعدليې وزارت دعلمي اوحقوقي  تحقيقاتو   دقانون جوړولو دچارو دانستيتوت  لوى رياست دملکي خدمتونو دکارکوونکو دنوى قانون طرحه  په ځينو تعديلونو او زياتوالي سره په لسو فصلونو او دوه پنځوسو مادو کې برابره کړې ده او په دې سيمينار کې  دغه طرحه دوزارتونو اودخپلواکو رياستونو دبشري منابعو له رييسانو سره شريکوي.
ددغه سيمينار په پيل کې  دعدليې  وزير  ډاکتر عبدالبصير انور  په خبرو کې وويل ((پخواني قانون يولړ ستونزې لرلې  او ددې غوښتنې کوله چې په دې باب نوى نظر وشي .
دعدليې دوزير دڅرګندونوله مخې ددغه قانون طرحه په دې سيمنيار کې  څيړل کيږي  چې دنظريو  له راټولولو وروسته به دغه طرحه خپل قانوني پړاونه بشپړ کړي .   داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد مشاهد په خبرو کې طرحه کړه چې دغه طرحه دوه کاله او شپږ مياشتې مخکې دعدليې وزارت ته سپارل شوې وه چې نوي مشرتابه  په يوه مياشت کې دغه قانون خبرو ته چمتو کړى دى .
ده دغه طرحه دملکي خدمتونو کارکوونکو ته دښو کاري شرايطو برابرول وبلل  او ويې ويل موږ بايد داسې قانون جوړ کړو چې دهيواد له شرايطو سره سمون ولري .
وروسته برخه والو په بيلابيلو ډلو کې  ددغه قانون دطرحې په باب غور او خبرې وکړې.
ددغه سيمينار کار سبا هم دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته