امنیت

په سمنګانوکې د جنايي جرمونوکچه ټيټه شوې ده

کابل باختر د سلواغي  لسمه :
د سمنګانو ولايت دپوليسو مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه د تېرکال په پرتله په سلوکې ديرش کمه شوې ده.
د سمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې مدير سمونوال  مسجد جدي دباخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې په سمنګانو  ولايت کې دجرمي قضيو دکمښت انګيزه او علتونه د ښوونې او روزنې  له پلوه د پوهې د کچې لوړول، دکار په پروژوکې دخلکو نسبي مصروفتونه، دکورنيو د اقتصاد  لوړيدل، په خپل وخت او په سالمه توګه دپوليسو اجراات او د سمنګانو ولايت په ټولو سيموکې د امنيت تامينول وبلل او ويې ويل: په روان کال کې د دغه  ولايت په مرکز او شپږ ګونو ولسواليوکې دوه سوه شپږ اويا جرمي پيښې رامنځته شوې دي خو دغه شمېر تېرکال درې سوه اويا پيښو ته رسيده چې له هغه  څخه دمخکې کال په پرتله يوسلو ديرش پيښې کمې شوې دي چې په جنايي پيښوکې په سلوکې ديرش کمښت  ښيي .
جدي د روان کال په جرمي پيښوکې د وژنې، تير ايستلو، زنا، د خلکو د وهلو او ټکولو، د نشه يي توکو دقاچاقو، د دولتي ملکيتونو د غصب، غلا او ترافيکي پيښې شاملې وبللې او ويې ويل: له دغو جرمونو څخه درې سوه دوه پنځوس پيښې  يې کشف شوې دي او په اړوند يې څلور سوه څوارلس مشکوک کسان دپوليسو له خوا نيول شوي دي او له لومړنيو تحقيقاتو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .
ده وويل: د روان کال څوارلس جرمي قضيې تر کشف لاندې دي چې په اړوند يې  نږدې پنځوس تنه مشکوک کسان تښتيدلي دي او د پوليسو تر څارنې لاندې دي.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدير زياتوي: د تېرکال په پيښوکې شل وژنې، اوولس موارده غلا، يو ويشت موارد زنا، پنځه مورده دنشه يي توکو قاچاق، شپږ مورده له کورڅخه تيښته، شپاړلس مورده درغلى، اته اتيا ترافيکي پيښې، نهه ويشت مورده غلا وهلو او ټکولو، يوسلو نهه پيښه او جوارګري شامله ده چې په دغو جرمي قضيوکې درې سوه نهه پنځوس  پيښې يې کشف شوې او شپږ سوه شپږتنه مشکوک کسان نيول شوي دي او عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته