سیاست

د بهرنيو چارو وزارت ويندوى: که چيرې د قطر دفتر له ورکړاى شويو ضمانتونو سره سم عيار شي، يو هيئت به قطر ته واستول شي

کابلباختردسرطان ٢
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان دولت هغه وخت په قطرکې په خبروکې ګډون کوي چې دغه دفتر له هغوليکلو ضمانتونو سره سم عمل وکړي چې د امريکا له لوري د افغانستان دولت ته ورکړاى شوي دي
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغه ليک کې چې د امريکا له لوري افغانستان ته ورکړاى شوى و؛ ليکل شوي وچې خبرې دې يواځې او يواځې دافغانستان د دولت په استازيتوب دسولې د عالي شورا له لارې د طالبانو له واکمنواستازو سره وشي.
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى زياته کړه: په هغه صورت کې چې د قطر دفتر له ورکړاى شويو ضمانتونو سره سم عيارشي؛ د افغانستان دولت چمتو دى چې له طالبانو سره د اړيکو او د سولې د عالي شورا له لارې د لومړنيو خبرو د ترسره کولو لپاره يو هيئت واستوي.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دپاکستان له استازي سره د ملګرو ملتوپه سازمان کې د افغانستان د دايمي استازى ظاهر طنين ناندرې ناسمې وبللې او وې ويل: طنين دملګرو ملتو د سازمان په امنيت شورا کې په خپلو خبرو کې ويلي دي چې د افغانستان دولت د يو دفتر د جوړولوچې دهغه له لارې دسولې د عالي شورا او د طالبانو د واکمنو استازو ترمنځ مستقيمې خبرې وشي؛ موافقه لري.
دده  د څرګندونو له مخې: که چيرې دغه دفتر له ورکړاى شويو ضمانتونو سره سمون ونه لري؛ په مسلمه توګه خبرې به نتيجه و نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته