امنیت

په يوه هوايي بريد کې په افغانستان کې دداعش ديوه ډير بيرحمه قوماندان وژل کيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
دداعش دډلې يو جګپوړي قوماندان چې  دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې دديارلسو تنو ملکي وګړو دبيرحمانه او ډله ييزې وژنې بلل کيږي ، په يوه هوايي بريد کې  ووژل شو.
په ملاځنګل پاچا له اوو تنو نورو داعشيانوسره  تيره شپه   دناتو دبې پيلوټه   جنګي الوتکو له خوا  داچين ولسوالۍ په مومنددرې کلي کې بريد وشو او ووژل شو.
ده  ديارلس تنه ملکي وګړي په ننګرهار کې په يوه شنه غونډۍ کې په بمونوسره ووژل  هغه پيښه  چې په نړۍ کې  دهغې دويډيو له خپريدو وروسته زيات غبرګونونه لرل.
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي  دباخترآژانس خبريال سره په اړيکه کې  دناتو دالوتکو په هوايي بريدونو کې دملاځنګل پاچا وژل کيدل تائيد کړل او ويې ويل  چې دى په افغانستان کې دداعشيانو ډير ظالم قوماندان بلل کيده.
په قوماندان ځنګل پاچا دغه راز دننګرهارولايت  په ځينو سيمو کې دلسګونو  تروريستي  پيښو دپلان جوړولو  تورلګول شوى دى.
دقوماندان ځنګل پاچا ترڅنګ دداعش دډلې يوبل قوماندان  نصيراحمد هم ددغه هوايي بريد له امله په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
دداعش دډلې دغه دوه تنه وژل شوي قوماندانان دپاکستان  دورکزو ايجنسۍ اوسيدونکي و.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دداعش دډلې   اوولس تنه غړي دننګرهارولايت په اچين ولسوالۍ کې  دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار کله  چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و  بريد وشو او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته