امنیت

١٤ تنه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
پنځه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې له پوځيانو سره دجګړې په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار په شاجوي ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې طالبانو دامنيتي ځواکونو په ګزمې ډزې وکړې .
د زابل ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل :په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل طالبان دپوځيانو په ګزمې د بريد په وخت کې ووژل شول ديوبل خبرله مخې نهه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې ديو لړ جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه او نن سهار د زابل ولايت دمرکز قلات ښار ته څيرمه او په شاجوي ولسوالۍ کې ونښتې .
د زابل ولايت دپوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل په دغو خورو ورو جګړو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمير نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي په دغو جګړو کې پوځيانو او دسيمې خلکوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته