ټولنه

پيغام

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
د ١٤٣٨ هجري قمري کال دمحرم الحرام دمياشتې د رارسيدو په مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ١٤٣٨ هجري قمري  کال  دمحرم الحرام دمياشتې درارسيدو له امله دهېواد ټول مسلمان او مومن ملت ته دډاډګيرنې   او تعزيت مراتب وړاندې کوي  او لکه څنګه  چې په دې مياشت کې داسلام په  تاريخ کې  مهمې پيښې  رامنځته شوي دي  په عاشورااويادمحرم الحرام په لسمه کې له يوشميراهل بيت او اصحابانوسره يې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) دلسمي امام حسين   (ع)  شهادت ددغې مياشتې مهمه پيښه بلل کيږي.
دمحرم الحرام دمياشتې په لومړۍ لسيزه کې  دغم او خپګان ورځې ټول عالم  نيسي ځکه په عاشورا يا ددغې مياشتې په لسمه ورځ امام حسين (ع) له خپل يوشمير اهل بيت او اصحابانو سره  داصيل او ناب محمدي اسلام دمظاهرو  او نښو نښانو داحيا کولو  داسلامي هېوادونو دخلکو دحالت دښه والي اواصلاح  او په الهي حکمونو او واجباتو دعمل لپاره دمناسبو شرايطو دبرابرولو په  خاطر   ديزيد دلښکرو له  خوا په مظلومانه ډول شهيد شو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمحرم الحرام  دراسيدو له امله د هېواد ټول ديندار او مسلمان ملت ته دډاډګېرنې او تعزيت مراتب وړاندې کوي  او د ټولو  تصويري  ،  چاپي  او اوريدونکو رسنيو له متصديانو او دټوليزو شبکو له کارکوونکو څخه غواړي چې خپلې خپرونې دې  ددغې مياشتې دديني او اسلامي حرمت او اهميت په پام کې نيولو سره عيارې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته