ورزش

ډاکتررهين دهيواد دتنکيو ځوانانو دکرکټ دټيم دبرياليتوب له امله مبارکي وويله

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :

داطلاعاتواوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  داستراليا په سياليو کې دافغانستان دتنکيو ځوانانو دکرکټ ټيم دبرياليتوب له امله مبارکي وويله.

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم په استرالياکې دکرکټ په سياليو کې دپاپيونيوګيونيادکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه.

داطﻻعاتو اوفرهنګ وزيردافغان  ورزشکارانو ددغه برياليتوب له  امله مبارکي وويله اوهيله يې وکړه چې  دغه ټيم وکولاي شي ددغو سياليو داتلوالي په ګدى  ډډه ولګوي .

په همدې  حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو معين تيمورشاه اسحق زي ددغه برياليتوب له امله دهيواد ځوانو وررشکارانو ته مبارکي وويله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته