کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
يو ويشت تنه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول .
دکندز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان له هغه وروسته ووژل شول چې د دغه ولايت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ په څلور لارې کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
نورستاني زياته کړه چې په دغه بريدکې دولس تنه وسله وال طالبان ټپيان او نور يې له ساحې څخه وتښتيدل .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ