کابل باختردتلې د مياشتې ٣٠ :
د کابل ښار د يوشمېر جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو، واعظانو او خطيبانو نن د جمعې د لمانځه له ادا کولومخکې په خپلو خطبوکې د وسله والو ځواکونو د منسوبينو او اړو کسانو په لاس نيوى ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د کابل ښار د يوشمېر جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو، واعظانو او خطيبانو نن د جمعې د لمانځه له ادا کولو مخکې په خپلو ديني موعظوکې په افغانستان کې روانه جګړه او ورور وژنه د دغه هېواد د دښمنانو پروګرامونه وبلل او هغه يې وغندل او د قرآن عظيم الشان او د بشريت د ناجي د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمدمصطفى (ص) د حديثونو پر بنسټ يې روانه جګړه ناروا وبلله .
دوى د هېواد په ځينو ولايتونوکې د وروستيو پيښو او پرمختياوو پربنسټ چې وسله والو مخالفينو په پراخ ډول پکې له خلکو څخه د انساني ډال په توګه استفاده کړې ده، عامه او خصوصي اماکنو ته يې زيان اړولى دى، کروندې يې ويجاړې کړې او په ټوليزه توګه يې د خلکو ژوند او آرامي له جدي ستونزو سره مخامخ کړې ده؛ اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه شان کړه وړو له ديني ارشاداتو او د اسلام د سترپيغمبر رسول اکرم (ص) د لارښوونو پرخلاف دي. ځکه حضرت محمد مصطفى (ص) له غزا او جګړې مخکې چې هغه هم د مجبوريت او د زمانې د شرايطو له مخې ترسره کيده؛ د اسلام مجاهدينو ته يې لارښونه کوله چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه وکړي. ښځو، ماشومانو او بوډاګانو ته زيان ونه رسوي، د خلکو کورونه او کروندې ويجاړې نه کړي او د عامه شتمنيو ساتنه وکړي او اسيران ونه ځوروي. خو په افغانستان کې هغه څه چې نن ترسره کيږي او هغه څه چې وسله وال مخالفين يې د اسلامي شريعت د تحقق په نامه ترسره کوي؛ د ديني زده کړو او د اسلام د سترپيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص) د لارښوونو پرخلاف دي چې بايد له هغه څخه لرې والى وکړي.
دوى له خلکو څخه وغوښتل چې د خپل هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو چې له ديني ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي؛ ملاتړ وکړي او دخپلو ځواکونو ټپيانو ته د وينې په ورکولوسره په شخصي او فردي ډول د هغوى ملاتړ وکړي.
دغه راز دغو عالمانو د ژمي د را رسيدو په درشل کې له خلکو څخه وغوښتل چې د هېواد له اړو او بېوزلوکسانوسره مرسته وکړي چې هغوى هم د نورو په شان ښه او آرامه ژمى ولري.
2 2 دقیقې لوستل