-کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
د خبريالانو د خونديتوب کمېتې په غونډه کې چې پرون په لوګرکې وشوه؛ د خبريالانو د ستونزو په اړوند خبرې وشوې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي له رسنيو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د رسنيو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په اوسنيو شرايطوکې دې ملي ګټې په پام کې ونيسي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل له سيمه ئيزو او ملي رسنيوڅخه په هېواد کې د جمهوري رياست انتخاباتو بهير د خبري پوښښ له امله قدرداني وکړه.
د لوګر د آزادو ژورناليستانو ټولنې رييس نورالله ستانکزي د رسنيو او خبريالانو د ستونزو په اړوند خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې رسنۍ سره له دې چې د ارزښتناکو پروګرامونو او خبرونو په خپرولوکې خلکو ته ارزښتناکې هڅې کوي؛ خو له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه په لوګرکې له رسنيو سره د همکاريو غوښتنه وکړه.
ختم- سعيده – اکرم
0 1 دقیقه لوستل