سیاست

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په نوښت د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شوه

کابل/ د جنکاښ ۱۲مه/ باختر
د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د جمهوررئیس محمداشرف غني په نوښت نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
د جمهوري رياست ويندوی دفتر معلوماتو له مخې؛
په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجوردو دهلېز د ملاتړ له امله مننه وکړه .
جمهوررئیس غني د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه د اقینې او تورغنډۍ بندرونو د اوسپنې پټلۍ غځولو له امله مننه وکړه او وې ویل له دې لارې موږ  اذربایجان سره وصلېدلی شو. همدارنګه یې اندخوی او تورغونډۍ بندرونو کې د کرونا ټیسټ لابراتورونو د ایجاد له امله د ترکمنستان د جمهوررئیس قدرداني وکړه.
جمهوررئیس همدارنګه د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف څخه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو د اړیکو انلاین ګروپ ویډیو کنفرانس جوړولو له امله مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس د درې واړو هیوادونو د ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه د جمهوررئیس الهام علي اوف وړاندیز ته په اشارې وویل، د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او اړوندو وزیرانو په کچه دغه ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او خپل ربع وار راپورونه به په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو جمهوررئیسانو سره شریکوي. 
جمهوررئیس وویل، افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اذربایجان او ترکمنستان دولتونو او خصوصي سکتور سره ګډ کار ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، د دواړو هیوادونو تاجران او پانګوال دې د مرمرو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه موږ پلان لرو چې یو اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه اباده او د کرنې وړ وګرځوو.
د هیواد جمهوررئیس همدارنګه د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو څخه وغوښتل چې په خپلو هیوادونو کې افغان تاجرانوته ګمرکي اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د اورګاډي پټلۍ ارزښت ته په اشارې زیاته کړه، افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ۴ زره څخه تر ۶ زره کیلو متره اورګاډي پټلۍ ته اړتیا لري او زموږ نړیوالو همکارانو په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
هغه څرګنده کړه، افغانستان د اوسپنې لوی کانونه لري چې په دې برخه کې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان دولتي او خصوصي سکتور ګډ کار او پانګونه کولای شي. هغه زیاته کړه، د درې واړو هیوادونو اړوند وزیران دې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ګډ کار وکړي.
جمهوررئیس غني وویل، په افغانستان کې اته  وچ بندرونه معیاري کوو. امریکا، اروپایي ټولنه او اسیا پراختیایي بانک د مالي تضمینونو په برخه کې مرستې ته چمتو دي. هغه زیاته کړه، موږ د انرژۍ د انکشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لرلي او موخه مو داده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ له اذربایجان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته  د انرژۍ دهلېز ایجاد کړو.
محمداشرف غني د نوري فایبر دهلېز په باره کې د ترکمنستان د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف وړاندیز مهم وباله او وې ویل دا به منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او حتی تر چین پورې یو مثبت بدلون راولي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ د سولې خبرو ته ژمن یوو او د تلپاتې سولې د تامین لپاره جدي کار کوو. زموږ د بهرنیو چارو وزارت  به د سولې مذاکراتو په اړه د ۱۸ ګاونډیو او سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره غونډه وکړي.
ورپسې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف دجمهوررئیس غني  د دغې درې اړخیزې غونډې جوړولو د نوښت ستاینه وکړه او دا یې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د اوسنۍ همکارۍ د ارزونې او راتلونکو انکشافاتو لپاره ګټوره وبلله. هغه زیاته کړه، اذربایجان له افغانستان او ترکمنستان سره نږدې دوستانه او سوداګریزې اړیکې لري او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې پوځیان د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي.

د اذربایجان جمهوررئیس وویل، په ۲۰۱۸ کال کې لاجورد لارې سره  د باکو له یوځای والي وروسته له افغانستان څخه د ترکمنستان له لارې اذربایجان ته تجارتي کارګو ولېږدول شوه. هغه زیاته کړه، کرونا ویروس زموږ هیوادونو اونړۍ کې لویې ستونزې او ناوړه اغېزې  رامنځته کړي چې د مخنیوي لپاره یې د هیوادونو ترمنځ  یووالي، همغږۍ او مرستې ته اړتیا ده.
ښاغلي علي اوف وویل، اذربایجان د کرونا ویروس پرمهال په بین المللي کچه له ختیځ او جنوب دهلېز څخه په نورمال ډول د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره اضافي اقدامات وکړل. هغه زیاته کړه، د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او نورو اړوندو وزیرانو  ګډه کاري کمېټه ایجاد شي.
دغې درې اړخیزې غونډې ته د وینا پرمهال د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف د دا ډول غونډو جوړول د درې واړو هیوادونو د ښې همغږۍ، همکارۍ او اړیکو لپاره مهم وبلل. هغه زیاته کړه، درې واړو هیوادونو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه همکاري او همغږي لرله.
د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر درې واړو هیوادونو په خپلو سرحدونو کې زیات کوښښونه وکړل او زه ستاسو دواړو منندوی یم چې له کرونا ویروس سره د ښې مبارزې لپاره مو د ترکمنستان ملاتړ وکړ.
قربانقلي بردي محمدوف وویل، موږ یونوی میکانیزم ایجاد کړی چې له مخې به یې هم ځواب ویونکي واوسو او هم به خپلواوګاونډیو هیوادونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره  د کرونا د خپرېدو د مخنیوی خوندي چاپېریال  ولرو.  هغه زیاته کړه، د توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هیواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي. 
نوموړي وویل، ترکمنستان، افغانستان او اذربایجان هیوادونه کلتوري، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د ودې لپاره به یې لا زیات کار وکړو او همدارنګه په سیمه کې سوله، ثبات ، ګډ پوهاوی د دې هیوادونو لپاره مهم ارزښت دی. نوموړي د سوداګریزې راکړې ورکړې او د توکو د لېږد لپاره د تعرفې واحدې پالیسۍ پرموجودیت او د ګمرکي پالیسۍ پر ساده کولو ټينګار وکړ. 

جمهوررئیس غني د اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو جمهوررئیسانو له ګډون، ویناوو او وړاندیزونوڅخه په مننې وویل، زموږ ګډ اقتصادي راتلونکی زموږ او تاسو په هراړخیزه همکارۍ پورې تړلی دی.
همدارنګه یې د ګډې کاري کمېټې د ایجاد، د تعرفې پالیسي، د ګمرکي پروسو د اسانولو، ټرانزیټ او همکاریو، د لوژستیکي مرکز او مډرنو ټرانسپورټي زیربناوو د ایجاد په برخو کې د شويو وړاندیزونو هرکلی وکړ او د هیوادونو د همکاریو، اتصال،  راکړې ورکړې او انکشاف لپاره یې ګټور وبلل.
جمهوررئیس د ټرانزیټ ارزښت ته په اشارې وویل، افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د سیمه ییز اتصال مرکزونه دي. باکو او ترکمن باشي زموږ د خوښې بندرونه دي. سوداګرو ته دې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. هغه زیاته کړه، اورګاډي پټلۍ موږ ته ارزانه او مهمه ده او له دې لارې خپلې سوداګرۍ ته لا ډېره وده ورکولی شو.
د هیواد جمهوررئیس د درې واړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي تطابق د ټینګار ترڅنګ د معلوماتو تبادله هم مهمه وبلله او زیاته یې کړه، د توکو او سایلو د لېږد لپاره د  ګډو اقداماتو د انسجام او موثر انتقال په خاطر اقینه او تورغونډۍ بندرونه چمتو دي چې د اذربایجان د خصوصي سکتور او دولت په همکارۍ ګډ کار وکړو.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان  ګډه کاري کمېټه دې د روان کال په جولای میاشت کې خپله لومړنۍ کاري غونډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته