امنیت

د بمي او ځانمرګو بريدونو د توکو د توليد د يوې کار خانې کشف

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د طالبانو د ډار اچوونکې ډلې د بمونو ، ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو د توليد يوه کارخانه په ننګرهار ولايت کې کشف شوه.
دغه کارخانه په روداتو ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه فعال غړي غلام اکبر په کور کې فعاليت کاوه .
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دې کارخانه کې د ماينونو، ځانمرګو واسکټونو او د دغو وسايلو د جوړونکو توکو په ګډون په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
خوږياڼى وايي: د پوليسو په دغو ځانګړو عملياتو کې د طالبانو د ډلې د بمونو، ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو ماهر غلام اکبر هم نيول شوى دى .
نيول شوي سړي د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتوکې د طالبانو په ډله کې د غړيتوب ،د بمونو، ماينونو او د ځانمرګو واسکټو په جوړولو او د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې په لسګونو ډار اچوونکو فعاليتونوکې په ګډون اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته