خبرونهاقتصاد

د زابل مستوفیت عواید ډېر شوي دي

 کابل / د غوايي ۵ مه / باختر

د زابل د مستوفیت مسوولین وايي چې د اسلامي امارت  په راتګ سره یې ۴۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د یاد ولایت مستوفي مولوي نورالحسن محسن  د باختر آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې په دغه ولایت کې یې د عایداتي سرچینو له لارې په تېرو اوو میاشتو کې ۴۵ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په خبره یې، د دغه ولایت عواید د تېر په پرتله ډېر شوي دي. محسن وايي چې په تېر کې په دولسو میاشتو کې ۵۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو؛ خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په تېرو اوو میاشتو کې ۴۵ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او د دولت حساب ته جمع شوي دي.

د مستوفي د څرګندونو له مخې؛ د عوایدو د زیات والي لپاره يې يوه کميټه جوړه کړې چې مشري یې د دغه ولایت د والي پر غاړه، خپله یې منشي او د لسو نورو ادارو ریسان يې غړي دي.

محسن زیاتوي، چې په تېر کې ولسوالۍ د عوایدو د ارټولولو له اړخه فلج وي او کوم مدیران چې یې درلودل، هغوی ټول په مرکز کې خدمتي وو؛ خو اوس یې نوی تشکیل د منظورۍ په موخه وړاندیز کړی، چې له مخې به يې هره ولسوالۍ خپل مدیر او مامور ولري؛ ترڅو يې پر مټ په ولسوالیو کې په منظم ډول عواید ټول شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د خپل هېواد د ابادۍ  لپاره نظام ته مالیه ورکړي، ځکه نظام پرته د ملت له همکارۍ نه شي کولای چې ملت ته عامه خدمات وړاندې کړي؛ نو خلکو ته په کار ده چې د مالیاتو په ورکړه او راټولونه کې له خپل نظام  سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره نه یوازې په زابل، بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د عوایدو کچه لوړه شوې، چې لاملونه یې د اداري فساد مخنیوی او شفافیت ښودل شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته