امنیت

دانتخاباتو دکميسيون يو کارکوونکى ووژل شو

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون يو کارکوونکى نن دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په غزني ولايت کې ووژل شو.
دغزني ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر اسدالله انصافي  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  د غزني ولايت په واغز ولسوالۍ کې  دروان کال دوري دمياشتې  دشپاړلسمې نيټې  په انتخاباتو کې درايوورکولو ديو مرکز مسوول عبدالحکيم دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا په ډزوسره ووژل شو.
يوه اړونده  خبرځاى وويل دپيښې عاملين له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي او ددغه سړي مړى دغزني ملکي روغتون ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته